دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۲۱
د مطلب کود : 254302
د ایران او ترکمنستان ولسمشرانو په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی دی
د ایران ولسمشر په تهران کې له خپل ترکمن سیال سره د کتنې پر مهال د دواړو هېوادونو پر اړیکو، د افغانستان پر اوسنیو مسایلو او په هېواد کې د یوه ټول شموله حکومت پر اړتیا خبرې وکړې.
افغان غږ خبری آژانس، د ایران د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس ډاکټر سید ابراهیم رئیسی نن چهارشنبه (غبرګولی ۲۵) په یوه خبری ناسته کې وویل چې د افغانستان په اړه د ایران او ترکمنستان نظرونه سره نږدې دی.
 
رئیسي زیاته کړه، «مونږ په دې باور یو چې په افغانستان کې باید یو ټول شموله حکومت وي چې د ټولو سیاسي ګوندونو استازیتوب وکړي او د خلکو حکومت وي».
 
د ایران ولسمشر وویل چې له خپل ترکمن سیال سره یې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې پر هغو بحثونو تمرکز درلود.
 
رییسي زیاته کړه چې "په سیمه کې ستونزې او مسایل" باید د سیمه ییزو چارواکو له خوا حل شي
حل شي او د بهرنیانو هر ډول شتون ممکن ستونزې رامینځته کړي.
 
هغه وویل، «مونږ باور لرو چې په سیمه کې د بهرنیانو شتون به د امنیت په وړاندې خنډ او ستونزه وي».
 
د ترکمنستان ولسمشر سردار بیردي محمدوف ویلي، ایران او ترکمنستان غواړي چې افغانستان د یوه سوکاله دولت په توګه وي او په مهمو ملي او سیمه ییزو همکاریو کې برخه واخلي.
 
په افغانستان کې دا مهال یو مشروع حکومت نشته. په کابل کې د اسلامي امارت له واکمنۍ لس میاشتې وروسته تراوسه هیڅ هیواد د دغې ډلې حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.
 
د اسلامي امارت د پيژندلو يو شرط دا دې چي د دي ډلې له خوا یو ټول شموله حکومت جوړ شي.
 
https://avapress.com/vdcbgab55rhbsfp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته