دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۱۲
د مطلب کود : 254254
په کندهار کې د تازه مېوې د صادراتو د ستونزې د حل په موخه د ځانګړې کمېټې جوړېدل
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونه په دې ولایت کې د تازه مېوو د صادراتو د ستونزې د هواري په موخه د یوې ځانګړې کمېټې په جوړولو کار کوي. کمېټه به ژر تر ژره د مېوو د صادرولو او بازارموندنې په برخه کې کار وکړي.
افغان غږ خبری آژانس – کندهار، هر کال یو شمېر باغ لرونکي پرته له کوم پلان او د عرضې او تقاضا په پام کې نیولو سره د تازه مېوې ټول محصولات ګاونډیو هېوادونو ته صادروي، چې د عرضې د لوړوالي او کمې تقاضا لامل یې ګاونډیو هېوادونو ته رسېږي. له همدې امله د ستونزو او د نرخونو راټیټیدو سره مخ دي.

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، په نږدې راتلونکي کې به د تقاضا او عرضې په نظر کې نیولو سره د همدې کمېټې تر څارنې لاندې تازه مېوې ګاونډیو هېوادونو ته صادرې شي.
 
د کندهار ولايت د انارو او انګورو محصولات چې په نړۍ کې مشهور دي، تر اوسه نه دي راټول شوي. خو د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، چې اوس يې د دغو دوو محصولاتو د صادرولو په اړه د ګاونډيو هېوادونو له استازو سره خبرې کړي، څو د حاصلاتو د راټولولو پر مهال پخوانۍ ستونزې رامنځته نه شي.
 
عبدالباقي بینا; د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال افغان غږ خبری آژانس ته وویل: د تازه مېوې د صادراتو او مناسب بازار لپاره یې منظم پروګرام او ځانګړی پلان جوړ کړی دی.
 
هغه زياته کړه، سږ کال د انګورو ډېر حاصلات شته؛ خو د اوبو د کمښت له امله ځینې انګور له منځه ځي او ځینې تخمونه یې کوچني دي. خو باغ لرونکي هڅه کوي چې دا ستونزه په ښه توګه اداره کړي او ډیر حاصلات راټول کړي.
 
بينا وايي، د تازه مېوې د څارنې لپاره يې يوه ځانګړې کمېټه جوړه کړې، چې د يوه ځانګړي پروګرام له مخې يې ګاونډيو هېوادونو ته ولېږدوي، تر څو کندهار ولايت ته د تازه مېوې د صادراتو په برخه کې د سوداګرو او باغدارانو په ګټه کار وکړي.
 
عبدالله; د تازه مېوې سوداګر دا هم وايي، چې په کندهار کې د تازه مېوې د صادراتي سيستم د نه شتون له امله هر کال سوداګر او باغ لرونکي دواړه د ګټې پر ځاى پيسې له لاسه ورکوي.
 
هغه د تازه مېوې لپاره د بهرني بازار د نشتوالي لامل د سړو خونو د نشتوالي او په ګمرک کې د تازه مېوو د لېږدونکو موټرو اوږده ځنډ وباله.
 
عبدالله وويل، تازه مېوه په ګاونډي هېواد پاکستان کې په ټيټه کالوري پلورل کېږي او د لويو يخچالونو په لرلو سره څو مياشتې وروسته هماغه مېوه د پاکستان په نوم د نړۍ په بازارونو کې په لوړه بيه پلوري.
 
شاه محمود; په کندهار کې د تازه مېوې پلورونکي هم وايي، چې سږ کال تازه مېوې د اوبو د کمښت له امله ټیټ کیفیت لري او محصولات یې د تېرو کلونو په څېر نه دي.
 
هغه وويل: "که چارواکي په دې برخه کې له کروندګرو او باغ لرونکو سره مرسته وکړي، نو ډېر او ښه محصولات به ولري."
 
کندهار چې د نورو ولایتونو په پرتله وچه هوا لري، سږ کال له وچکالۍ سره مخ دی او د دهلې بند چې د دغه ولایت د اوبو تر ټولو لوی زېرمه بلل کېږي، سږ کال په کافي اندازه زېرمې نه لري، چې د باغدارانو او د هغوی حاصلات یې د ډېرو ستونزو په پرتله کم شوي دي.
 
سرچينه : افعان غږ خبری آژانس (آوا) - کندهار
https://avapress.com/vdchmknik23nmid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته