افغان غږ خبری آژانس، نړیوال بانک د دوشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۳ مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې نړیوال بانک به ۱۵۰ میلیونه ډالره د خوراکي توکو لکه غنم د تولید او اوبو ته د افغان بزګرانو د لاس رسي د زیاتوالي لپاره ورکړي.
دغه سازمان د اوکراین له جګړې وروسته په افغانستان کې د لوږې د زیاتوالي په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې د دغې پروژې یو هدف د غنمو د تولید زیاتول دي چې د ۲۰۲۳ کال تر نومبر میاشتې پورې به له ۲ میلیونو ډېر کسان ګټه واخلي.
دغه راز په دې پروژه کې به د اوبولګولو لپاره اوبو ته د لاسرسي ستونزه او له هغې څخه د مناسبې استفادې او د کرنې د خاورې د کیفیت د ښه والي په برخه کې ستونزې هوارې شي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره وايي، د افغانستان نیمايي وګړي له لوږې سره مخ دي. اوس، د خوراکي توکو په ځانګړې توګه د غنمو د بیو په لوړیدو سره، په افغانستان کې د اوکرایین د جګړې له امله خوراکي توکو ته لاس رسی نور هم خرابیږي.
نړیوال بانک وايي چې د دې پروژې له لارې به ۱.۹ میلیونه خلک د کلیو د اوبو لګولو د تاسیساتو د بیارغونې په پروژو کې له کار کولو څخه مالي ګټه پورته کړي.