دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۳۷
د مطلب کود : 254187
د هرات پنځم منار بیا ورغول شي
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د مسوولينو په وينا، دغه رياست به د اغاخان بنسټ او د ايټاليا د فلورېنس پوهنتون په همکارۍ د هرات د پنځمې منار د ترميم چارې پيل کړي.
افغان غږ خبری آژانس، د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست پرون (جوزا ۲۲مه) اعلان وکړ چې د اغاخان بنسټ او د ایټالیا د فلورېنس پوهنتون له دې څانګې سره د هرات د پنځم تاریخي منار د بیارغونې لپاره کار کوي.
 
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رياست وايي، د دې منار لومړنۍ او تخنيکي چارې به په درېيو مياشتو کې بشپړې شي او د نړېدو خطر به يې په بشپړه توګه له منځه ولاړ شي.
 
د هرات ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي نعيم الحق حقاني وويل، اسلامي امارت د دغه ولايت د تاريخي ابداتو د ساتنې لپاره جدي هڅې کوي.
 
هغه د پنځمې منارې بيا رغونه د مهمو تاريخي اثارو د لا ښه او زياتې ساتنې په لور يو ګام وباله.
 
د هرات پنځم منار د ګوهرشاد خاتون لوی جومات یو له تاریخي منارونو څخه دی.
 
د دې منار تر څنګ د پنځمې منار په شاوخوا کې څو نورې منارې او تاریخي سیمې هم شته چې باید په جدي توګه یې ساتنه وشي.
 
https://avapress.com/vdcc40qim2bqps8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته