دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۴۲
د مطلب کود : 254037
د ترکیې او روسیې د بهرنیو چارو وزیران د اوکراین او افغانستان په اړه سلا مشورې وکړي
د روسیې او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو پرون (چهارشنبه، جوزا ۱۸) د افغانستان او اوکراین پر روانو حالاتو خبرې وکړې. دغه غونډه د ترکیې په پلازمېنه انقره کې وشوه.
افغان غږ خبری آژانس، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره لیدنه ګټوره وبلله او ویې ویل، روسیه له اوکراین سره د خبرو بیا پیلولو ته لېواله ده.
 
خو چاوش اوغلو ونه ویل چې د افغانستان په اړه یې له لاوروف سره پر کومو مسایلو خبرې کړې دي.
 
https://avapress.com/vdcgwt9xuak9nz4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته