افغان غږ خبری آژانس، د هرات د چاپېریال ساتنې رئیس حضرت علي ابدالي وايي، د چاپېریال د نړیوالې ورځې د نمانځلو په پلمه په ښار او ولسوالیو کې بېلابېل پروګرامونه په لاره اچوي.
نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ د هرات په ګذرې ولسوالۍ کې د عامه پاکونې په يوه پروګرام کې وکړې.
ښاغلي ابدالي په دوام وويل چې د هغو برخو او ودانيو د لرې کولو اړتيا شته چې د چاپېريال له معيارونو سره په ټکر کې دي او په دې برخه کې به ښار تر ډېرو کلونو خوندي وي.
د هغه په وينا، تر اوسه يو شمېر هغه شرکتونه چې د چاپېريال له معيارونو يې سرغړونه کړې، تړل شوې ده.
هغه په راتلونکو ورځو کې د ښار په کچه د عامه حمامونو، د موټر پارکونو او نورو بیارغولو لپاره پلانونه هم اعلان کړل.
هغه زیاته کړه؛ په اوس وخت کې، هیڅ ځواک شتون نلري چې د بدلون مخه ونیسي، او دا پلانونه به پرته له کومې اندیښنې پلي شي.
له بلې خوا د هرات ولايت د ګذرې ولسوالۍ مسوولين په دغې ولسوالۍ کې د چاپيريال ساتنې د رياست له پروګرامونو څخه هرکلى کوي او د ساحې په شنه کولو او د ککړو ځايونو په ليرې کولو يې ټينګار کړى دى.
دوه ورځې وړاندې د چاپېریال ساتنې د نړیوالې ورځې په مناسبت د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د پوهاوي پروګرام جوړ شو.