دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۶ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۴۴
د مطلب کود : 253854
په کندهار کې د ۳۶۰۰ کورنیو لپاره د اوبو رسولو پروژه پرانیستل شوه
د کندهار ښار په نهمه ناحیه کې د ۳۶۰۰ کورنیو لپاره د اوبو رسولو پروژه د د سرۍ میاشت ټولني په همکارۍ د ۸۴ زره امریکايي ډالرو په لګښت د اوبو رسولو ریاست له خوا پرانیستل شوه.
افغان غږ خبری آژانس - کندهار: مولوي انجینر جانان اغا خالد؛ د کندهار د اوبو رسولو رئیس افغان غږ خبری آژانس ته وویل، په دې پروژه کې لسګونه کارګر کار کوي، چې درې اونۍ به دوام وکړي او ۳۶۰۰ کورنیو ته به اوبه ورسوي.
 
هغه زياته کړه، په کندهار ښار کې ٨٠زره کورنۍ ژوند کوي او تر دې دمه د اوبو رسولو رياست ١٠ سلنه يعنې اته زره کورنيو ته اوبه رسولې دي.
 
د خالد په خبره، د کندهار نورې سيمې هم د اوبو له کمښت سره مخ دي، نو د اوبو رياست هڅه کوي، چې ټولو ښاريانو ته اوبه ورسوي.
 
د هغه په ​​وينا، په تېره يوه مياشت کې د وچکالۍ له امله د ځمکې لاندې اوبو کچه ١٥ متره راټيټه شوې ده.
 
انجنير جانان اغا خالد وويل، د اوبو رسولو رياست په ټول کندهار ښار کې د ژورو څاه ګانو کيندلو مخه نيولې ده. ځکه چې دا د اوبو کچه راټیټوي.
 
هغه زياته کړه، هغه کسان چې د اوبو له سخت کمښت سره مخ دي او د اوبو رياست نه شي کولى د اړتيا وړ اوبه برابرې کړي، د کيندلو اجازه به ورکړل شي.
 
سید احمد; د کندهار د نهمې ناحيې اوسېدونکي هم وايي، چې ولسوالۍ يې د اوبو له سخت کمښت سره مخ ده او د اوبو رسولو له رياست او مسوولينو ډېره مننه کوي، چې دغه پروژه يې پلې کړې ده.
 
هغه وويل، چې په دې سيمه کې تر ١٧٠ مترو پورې اوبه نشته او د اوبو کچه ورځ تر بلې ټيټه کېږي.

د یادوني وړ ده چي، د دوامداره وچکالۍ، د اقلیم بدلون او د نړیوالې تودوخې له امله د اوبو بحران د افغانستان ډیری برخې اغیزمنې کړي او دا په اوږد مهال کې یو ریښتینی ناورین کیدی شي.
 
https://avapress.com/vdccp1qi02bqp48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته