افغان غږ خبری آژانس - بلخ: په بلخ ولایت کې د کارګرو ماشومانو شمېر د تېر کال په پرتله ډېر شوی او یو شمېر دغه ماشومان د خښتو په بټیو، فابریکو او لاریو کې درانه کارونه کوي.
مزارشریف ښار؛ د بلخ ولایت مرکز د افغانستان د شمال اقتصادي مرکز دی. له همدې امله، د داخلي بې ځایه شویو خلکو تمرکز د کار لپاره هیواد ته د مهاجرینو او نورو اتباعو په راستنیدو دی.
د بلخ ولایت په بېلابېلو سیمو کې بې وزله کورنۍ له خپلو ماشومانو سره په سختو کارونو بوختې دي.
د بلخ ولایت د خښتو په بټیو کې یو شمېر ماشومان چې کار کوي،
افغان غږ خبری آژانس ته وویل: «موږ د یوې ډوډۍ د پیدا کولو او د ژوندي پاته کیدو لپاره د خښتو په بټو کې کار کوو او په ډېرو مواردو کې د کار له فشار سره ناروغه کېږو.
دوی وايي: موږ به ښوونځي ته تللو؛ خو د بې وزلۍ او اقتصادي ضعف له امله مو خپلو زده کړو ته دوام نه دی ورکړی او په راتلونکي کې د زده کړو او وطن د خدمت هیله کوو او پر چارواکو غږ کوو چې د هېواد اقتصاد ته وده ورکړي تر څو ماشومان کار کولو ته اړ نه شي.
دا ماشومان په لمر کې کار کوي، د خښتو مولډونه چې وزن یې له ۲۰ کیلوګرامو څخه زیات وي او هیڅ طبي اسانتیاوو ته لاسرسی نلري.
په همدې حال کې مولوي نصیر احمد ابو خالد؛ د بلخ د کار او ټولنيزو چارو رئيس وايي، په افغانستان کې د اسلامي امارت رهبري د کارګرو ماشومانو د ستونزو حل ته ځانګړې پاملرنه کوي. ځکه دا ماشومان زیانمنونکي دي او باید د ځان او هیواد د راتلونکي لپاره خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
د يادونې وړ ده، چې په بلخ ولايت کې د خښتو د بټيو کارګران زياتره ښځې او ماشومان دي او ریاتره يي د یوه کورني دی دوی دا کار کوي تر څو له لوږې او بې کوره کېدو وژغورل شي.