افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د مزارشريف ښار په مرکز فيض آباد کې دغه نندارتون د اطلاعاتو او کلتور رياست او د يوه شخصي کتاب پلورنځي په همکارۍ د «راځۍ چې د ټولنې د پرمختګ لپاره کتابونه ولولو» تر شعار لاندې جوړ شو. دبدخشان ولايت دپخواني ښار دجوړولو کار پيل شو .
په دغه نندارتون کې د بېلا بېلو څانګو سلګونه ټوکه کتابونه نندارې ته اېښودل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په بدخشان کې د «اسلامي امارت» له واکمنۍ وروسته دا درېیم کتاب نندارتون دی.
د دغي نندارتون د ځايي چارواکو او عامو خلکو له خوا په پراخه کچه هرکلی شوی دی.