د افغانستان د بیارغونې لپاره سیګار د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونیسف) په حواله ویلي چې تر ۲۰۲۲ کال پورې به په افغانستان کې ۳.۲ میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ شي.
سیګار څو ورځې وړاندې (یکشنبه، د غبرګولي ۸مه) په یوه ټوېټ کې ویلي وو، چې که ژر تر ژره اقدام ونه شي، په افغانستان کې به یو میلیون ماشومان له سختې خوارځواکۍ او د مرګ له ګواښ سره مخ شي.
دې ادارې په یوه بل ټویټ کې ویلي چې په ۲۰۲۲ کال کې د ۲۲.۸ میلیونو افغانانو له ډلې چې د خوړو له خوندیتوب سره مخ دي، ۸،۷ میلیونه یې د قحطۍ په څېر له خطر سره مخ دي.
خو یو شمېر کابل ښاریان په هېواد کې د بې وزلۍ له زیاتوالي او د کار له نشتوالي شکایت کوي. خادم حسین د کابل یو تن اوسیدونکي؛
افغان غږ خبری آژانس ته وویل، "په هیواد کې د "اسلامي امارت" له جوړېدو مخکې، کار او بار یو څه ښه و. خو اوس کار نشته.
د پلازمېنې دغه اوسېدونکي له اسلامي امارت څخه وغوښتل چې د خلکو بې وزلۍ او بېکارۍ ته جدي پاملرنه وکړي او زیاته یې کړه: که دا لړۍ همداسې دوام وکړي، خلک به اړ شي چې د لوږې له امله خپل د بدن غړي او ماشومان وپلوري.
قیوم؛ یوه کارګر وویل: «زه ټول ژمی وزګار وم چې پسرلی پیل شي، خو اوس له څو میاشتو راهیسې کار نشته.
په همدې حال کې محمد امان احمدي؛ د پوهنتون استاد او ټولنیز ساینس پوه
افغان غږ خبری آژانس ته وویل: "موږ په هیواد کې د ژور اقتصادي بحران شاهدان یو، او که دا اوسنی وضعیت اداره نشي، دا به یقینا د هیوادوالو لپاره بدې پایلې ولري."
نوموړي په هېواد کې د غلاوو او ناامنیو د زیاتوالي لامل بې وزلي او بې روزګاري وبلله او زیاته یې کړه: که اسلامي امارت غواړي په هېواد کې امنیت ټینګ کړي، لومړی باید خلکو ته خواړه ورکړي.
د يادونې وړ ده چې په هېواد کې د اسلامي امارت له رامنځته کېدو وروسته زياترو دولتي کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړې او د بهرنيو مرستو په بندېدو سره بېوزلي زياته شوې ده.