دخپریدو نیټه :سه شنبه ۶ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۱۸:۴۳
د مطلب کود : 221511
خوشحال سعادت ته له دندې د ګوښه کولو لپاره د ولسمشر خبرداری
طلوع نیوز ته د یوه رسېدلي سند پر بنسټ، د عامه ساتنې ملي تصدۍ رییس خوشحال سعادت د المان دوه وګړي د افغانستان له ویزې پرته د حامد کرزي له نړیوال هوايي ډګر څخه کابل ته داخل کړي دي.
د دغه سند په یوې برخه کې راغلي دي چط ولسمشر د خوشحال سعادت د دغه کار په غبرګون کې نوموړي ته له دندې د ګوښه کولو خبرداری ورکړی دی او له هغه یې غوښتي دي چې د هوايي ډګر له مسوولانو بښنه وغواړي.
له دې سره هم مهاله د عامه ساتنې د ملي تصدۍ ځينې پخواني کارکوونکي ادعا کوي چې د دغې بنسټ د رییس له خوا له دندې لرې کړل شوي او پر ځای یې نور کسان ګومار شوي دي.
 
دغه ځوان کارکوونکي چې د عدالت غوښتنې لپاره د کابل د شهرنو پارک ته راغلي دي، ادعا کوي چې د عامه ساتنې د ملي تصدۍ د رییس په توګه د خوشحال سعادت له ټاکل کېدو وروسته دغه بنسټ په دې پلمه چې ګواکۍ بستونه یې نااړین دي، له کاره لېرې کړي دي. خو د دوی په وینا د دوی پر ځای د عامه ساتنې د ملي تصدۍ په رییس پورې اړوند کسان ګومارل شوي دي.
            
د عامه ساتنې د ملي تصدۍ پخوانی کارکوونکی سدالهام دانش وايي:«په داسې حال کې جې کم شوي نه دي بلکې زیات شوي دي او دوی غواړي چې موږ په یو ډول له دې ځایه لرې کړي او خپل کسان، قوم او خپل خپلوان وګوماري.»
د عامه ساتنې د ملي تصدۍ پخوانی کارکوونکی منصور عبیدي هم وویل:«خپل بست تنقیس کوي او وايي چې بیا امتحان اخلو هغه هم په خپل بست کې، د نوم له بدلون سره یې بست رامنځته کړی دی، یعنې په کوم منطق؟»
بل خوا د عامه ساتنې ملي تصدۍ وایي چې په دې اداره کې د کار ښه کېدو لپاره بدلونونه راغلي دي.
                    
د عامه ساتنې د ملي تصدۍ د مطبوعاتو آمر ضیا ودان څرګندوي:«له هېچا سره بې اعدالتي نه ده شوې او یوازې یو محدود شمېر کسان چې د رشتې خلاف او یا هم په واسطه ګومارل شوي دي؛ د هغوی پر ځای مسلکي کسان ګومارل شوي دي.»
بل خوا د یوه بل لیک له مخې د عامه ساتنې د ملي تصدۍ رییس خوشحال سعادت په دې وروستیو کې دوه جرمنیان د افغانستان د وېزې له لرلو پرته د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر له لارې کابل ته راوستي دي. په دغه لیک کې راغلي دي چې ولسمشر خبرداری ورکړی دی چې که خوشحال سعادت د هوایي ډګر له مسوولانو بښنه ونه غواړي ؛ له دندې به لېرې کړای شي.
د ولسي جرګې غړی خان آغا رضايي وايي:«له ویزې پرته دا له بښنې سره نه حل کېږي، د قانون پر خلاف یې جرم ترسره کړی دی او باید څارنوالۍ ته معرفي شي، تر هغې چې دغه سړی محکمې ته ولاړ شي، پوښتنه وشي چې دا کسان څوک وو؟ جاسوس وو، څوک وو؟ چې دوی یې راوستل ولې یې راوستل؟»
 د مدني ټولنې د مجتمع رییس عزیز رفیعي وویل:«له بده مرغه د افغانستان په سیاسي نظام کې سلیقه يي او ټيمي چلند تر دې بریده پرمختګ کړی دی چې د اعتماد درزونه یې نه یوازې د قومي، مذهبي، ژبني پلوه حتا د تخصصي له پلوه هم تر پوښتنې لاندې راوستي دي.»
په دې تړاو مو د خوشحال سعادت او د ولسمشر ویاند نظر ترلاسه نه کړای شو.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchzzniz23nimd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته