دخپریدو نیټه :دوشنبه ۵ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۱۸:۱۴
د مطلب کود : 221450
بنګله دیش کې دیني عالمانو په افغانستان کې جګړه ناروا وبلله
په بنګله دیش کې یو شمیر دیني عالمانو د یوې غونډې په ترڅ کې په افغانستان کې روانه جګړه ناروا وبلله او د بې ګناه خلکو د وژنې د دریدو غوښتنه یې وکړه.
دوی ډاکه کې د افغانستان په سفارت کې له ناستې وروسته په یوه اعلامیه کې د افغانستان د سولې د بهیر ملاتړ وکړ.
دوی د اسلامي نړۍ د دیني عالمانو د ټولنې د مشر وروستۍ فتوا ته په اشارې سره، په افغانستان کې د جګړې او تاوتریخوالي دوام د اسلامي شریعت د نصوصو او اسلامي تعلیم خلاف وباله او د جګړې دواړه غاړې یې سولې ته وبللې.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې د مننې ترڅنګ ویلي چې د بنګله دیش دیني عالمانو د جګړې د ژر دریدو او د اوربند د رامنځته کیدو غوښتنه کړې ده.
پرون په کابل کې هم څه باندې ۳۰۰۰ دیني عالمانو د لویې جرګې په تالار کې هیواد کې روانه جګړه حرامه وبلله او له دواړو خواوو یې وغوښتل چې اوربند وکړي او د خلکو له وژنې لاس واخلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjive8yuqe8xz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته