دخپریدو نیټه :دوشنبه ۵ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۵۴
د مطلب کود : 221424
تېره یوه شپه او ورځ هېواد کې ۱۰۴ تنه په «کووېډ۱۹» ناروغۍ اخته او څلور ناروغان مړه شوي
د هېواد عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس ۴۳۱ مشکوکې پېښې د دې وزارت په لابراتوارونو کې تر معاینې لاندې نیولې وې، چې د ۱۰۴ پایلې یې مثبتې وې.
د کرونا دغه مثبتې پېښې کابل، هرات، کندهار، تخار، کندوز، نیمروز، غزني، زابل او ارزګان ولایتونو کې ثبت شوې دي. له دې مثبتو پېښو سره هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۰ زره او ۹۳۷ تنو ته ورسېد.د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په دې ناروغۍ اخته ۲۱ تنو روغتیا موندلې. د ټولو بېرته روغ شویو کسانو شمېر ۳۴ زره او ۱۵۰ تنو ته ورسېد.دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په «کووېډ۱۹» اخته څلورو ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په هېواد کې له دې ناروغۍ د مړو شویو شمېر  یو زر او ۵۱۸ تنو ته ورسېد.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcau6nuy49nuy1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته