دخپریدو نیټه :يکشنبه ۴ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۱۸:۴۰
د مطلب کود : 221356
کې د داعش او طالبانو تش په نامه دوه مرستیال ولسوالان نیول شوي
د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، په دې ولایت کې ملي امنیت د دوو ولسوالیو لپاره د داعش او وسله والو طالبانو مرستیال ولسوالان نیولي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن «یکشنبه، ۴ لړم) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو تیره شپه په سپین غر او سره رود ولسوالیو کې عملیات ترسره کړي، چې پر مهال یې د سپین غر ولسوالۍ د داعش ډلې مرستیال ولسوال « قدرت الله» اوپه سره رود ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو مرستیال ولسوال «امیرالله» له یو تن تبلیغاتي مسوول سره ژوندي نیولی دي. خوږیاڼی وایي، د یو لړ نورو عملیاتو پر مهال یې ۶ وسله وال طالبان وژلي دي.
هغه زیاته کړه: «ملي امنیت عملیات ترسره کړي په سپین غر او سره رود ولسوالیو کې چې پر مهال یې د سپین غر لپاره د داعش مرستیال ولسوال او سره رود لپاره د وسله والو طالبانو مرستیال ولسوال نیول شوي.»
تراوسه داعش او وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcenz8wpjh8wxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته