دخپریدو نیټه :شنبه ۳ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۴۲
د مطلب کود : 221306
طالبانو د کمال خان بند شپږ امنیتي ساتونکي وژلي ـ چارواکي
د افغانستان دعامه ساتنې ملي تصدۍ مسؤلین وايي، وسله والو طالبانو په نیمروز ولایت کې د کمال خان بند شپږ امنیتي ساتونکي وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

د یادې تصدۍ ویاند ضیا ودان نن شنبه اکتوبر۲۴(لړم۳) ویلي چې دغه امنیتي سرتیري تېره شپه پر کمال خان اوبو بند د طالبانو برید کې وژل شوي دي.
نوموړي زیاته کړې:"طالبانو نيمروز کې پر کمال خان بند بريد کړی، زموږ شپږ ساتونکي يې شهيدان کړي او دوه ټپيان دي. طالبانو د ټولو تعهداتو خلاف په ملي پروژو او عامه شتمنيو بريدونه پيل کړل."
وسله والو طالبانو هم ویلي چې د نیمروز ولایت په چاربرجک ولسوالۍ کې پر یوې سرحدي پوستې برید کې شپږ سرتیري وژلي دي.
د افغان چارواکو په وینا وړمه شپه د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې هم د طالبانو برید کې د ملي اردو ۲۰ سرتیري وژل شوي و.
کمال خان اوبو بند چې د نیمروز ولایت په چاربرچک ولسوالۍ کې موقعیت لري په ۱۳۴۵ کال کې د جوړولو کار پیل شوی، خو د نا امنیو او ځینو نورو لاملونو او سیاسي تحولاتو له امله یې د جوړولو کارونه ځنډېدلي و.
افغان حکومت یو ځل بیا د دغه بند د جوړولو کار پیل کړی چې په وینا یې په څلورو کلونو کې به بشپړه شي.
کمال خان بند په هرات کې د سلما او فراه کې د پخش اباد ترڅنګ د افغانستان په لوېدیځ کې د اوبو له لویو بندونو څخه شمېرل کیږي.
د افغان چارواکو په وینا د یاد بند په جوړېدو سره به ۸۰زه هکتاره ځمکه خړوبه او ۹ میګاواټه برېښنا به تولید کړي.
دغه بند ګاونډي هیواد ایران ته د هلمند سیند پر بهېدونکو اوبو جوړیږي.
تېره اونۍ د طالبانو بریدونه
بلخوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې طالبانو تېره اونۍ په هیواد کې ۳۵۶ تهاجمي حرکتونه تر سره کړي دي.
د دغه وزارت ویاند طارق ارین نن شنبه ویلي چې تیره اونۍ د طالبانو د دوو ځانمرګو بریدونو او ۵۲ ماین چاودنو له امله ۵۱ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۳۷ نور ټپیان شوي دي.
هغه زیاته کړې چې د افغان ځواکونو په ځوابي برید کې ۴۰۳ وسله وال طالبان هم وژل شوي او ۱۴۰ نور ټپیان شوي دي.
طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ویاند د څرګندونو په اړه تبصره نه ده کړې.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjyve8muqe8tz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته