دخپریدو نیټه :شنبه ۳ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۳۸
د مطلب کود : 221300
بادغیس کې یوې ځوانې ښځې د موږکانو دوا په خوړولو ځان وژلی
بادغیس کې د ښځو چارو ریاست مسوولین وایي، په دې ولایت کې یوې ځوانې ښځې د موږکانو دوا په خوړلو خپل ژوند ته د پای ټکی ایښی.
د بادغیس د ښځو چارو مشره راحلې نادري اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، دغه پېښه پرون (جمعه، ۲لړم) جوند ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
اغلې نادري زیاته کړه، دغې ښځې ۴۵ ورځې وړاندې واده کړی و او د کورنیو ستونزو له امله یې ځانوژنه کړې ده.
د هغه په وینا، د دې ښځې مېړه او کورنۍ یې تښتېدلې ده.د بادغیس پولیسو ویاند اطلاعات روز سره په خبرو کې له دې پېښې بې خبري وښوده.
د بادغیس د ښځو چارو ریاست شمېرې ښيي، چې تېرو شپږو میاشتو کې ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۵۴ پېښې ثبت شوې دي. دا شمېر د تېر کال ورته مودې پرتله ۵۰ سلنه زیاتوالی ښيي.
خو د هېواد په شمال لوېدیځ بادغیس ولایت ځينو سیمو کې د طالبانو د شتون له امله، ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیې نه رسنیزې کیږي
https://avapress.com/vdcdzf0xzyt0xs6.lb2y.html
ټګونه
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته