دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۰ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۱۷
د مطلب کود : 221172
افغانستان کې له «کووېډ۱۹» ناروغۍ د مړو شمېر له ۱۵۰۰ واوښت
د هېواد عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس ۴۶۸ مشکوکې پېښې د دې وزارت په لابراتوارونو کې تر معاینې لاندې نیولې وې، چې د ۱۴۱ پایلې یې مثبتې وې.
د کرونا دغه مثبتې پېښې کابل، هرات، کندهار، بلخ، پکتیا، تخار، بامیان، کندوز او زابل ولایتونو کې ثبت شوې دي. له دې مثبتو پېښو سره هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۰ زره او ۵۱۰ تنو ته ورسېد.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په دې ناروغۍ اخته ۳۴ تنو روغتیا موندلې. د ټولو بېرته روغ شویو کسانو شمېر ۳۳ زره او ۸۲۴ تنو ته ورسېد
دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په «کووېډ۱۹» اخته دوو ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په هېواد کې له دې ناروغۍ د مړو شویو شمېر  یو زر او ۵۰۱ تنو ته ورسېد.
سرچينه : Afghan Voice Agency(AVA)
https://avapress.com/vdca06nuu49nu61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته