دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۲ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۰۹
د مطلب کود : 220666
بېلابېلو اروپايي هېوادونو کې زیات کسان په کرونا ویروس اخته شوي
بېلابېلو اروپايي هېوادونو په کرونا ویروس یا 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د خورا زیاتو کسانو د اخته کېدو راپور ورکړ.

د روغتیا نړیوال سازمان د نړۍ له هېوادونو غوښتي چې د دې ویروس د کنټرول لپاره جدي تدابیر عملي کړي.
  • د زیاتو خلکو اخته کېدل
د روغتیا نړیوال سازمان اجرائیه مشر ډاکتر مایکل راین وايي، خواشینوونکې ده چې څو اروپايي هېوادونه په کرونا ویروس د زیاتو خلکو د اخته کېدو شاهدان دي.
د ده په باور د دغه ویروس د لا خپرېدو د مخینوي لپاره باید حکومتونه جدي اقدامات وکړي.
د امریکا تر متحده ایالاتو وروسته دوهم هېواد هندوستان دی چې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر په‌کې تر اووه میلیونو اوښتی دی.
په کرونا اخته شوي خلک
په کرونا اخته شوي خلک
فرانسه، پرتګال، هالنډ، پولنډ، رومانیا او چک جمهوریت د هغو هېوادونو له ډلې دي، چې په وروستیو ورځو کې په کرونا ویروس د خلکو د اخته کېدو لوړ شمېر په کې ثبت شوی دی.
  • د کرونا ویروس زیات دوام
په استرالیا کې په یوه تازه څېړنه کې معلومه شوې چې کرونا ویروس د کاغذي پیسو، ګېلاس او فلزاتو په څېر شیانو باندې تر ۲۸ ورځو پورې پاتې کېږي.
څېړونکي وايي، د دوی د څېړنو نتیجه ښيي چې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د ودانیو د فرشونو پاکول او په منظم ډول د لاسونو مینځل ډېر مهم دي.
ازشیف
ازشیف
یو مخکښ څېړونکی شان ریدل وايي: "که څه هم پر ځینو شیانو دغه ویروس د ۲۸ ورځو لپاره هم پاتې کېږي، خو معلومه نه‌ده چې دغه ویروس به چې دومره اوږده موده پر شیانو پاتې وي، د خلکو د اخته کېدو سبب کېږي که نه."
د شان ریدل پیغام هم دغه دی چې لاسونه باید په منظم ډول پاک ومینځل شي او په مېکروب ضد مایعو ولړل شي.
  • د کرونا ویروس رواني اغېزې
یوې بلې پراخې څېړنې ثابته کړې چې د کرونا ویروس له کبله د امریکا په روغتونونو کې د بستر شویو یو پر درېیمه برخه د ګنګسیت، اپلتې ویلو او عکس‌العمل نه‌ښوولو په ګډون له ذهني ستونزو کړېږي.
د څېړنې له مخې، په حافظه او تمرکز کې د ستونزې ترڅنګ دغه نښې په ناروغانو کې تر روغېدو او له روغتونه تر رخصتېدو وروسته هم لیدل شوي دي.
ارشیف
ارشیف
څېړونکي وايي، نورو څېړنو ته هم اړتیا ده چې معلومه شي، دغه ستونزې نېغ په نېغه له کرونا ویروسه پېښېږي، که په کرونا ویروس تر اخته کېدو وروسته د رګونو د پړسوب او په وینه کې د اکسیجن د کموالي له کبله پېښېږي.
په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر ۳۷نیم میلیونو اوښتی او د دې ویروس د اقتصادي او ټولنیزو اغېزو په اړه باید وویل شي چې دې وبا په ټوله نړۍ کې د رواني روغتیا خدمات ګډوډ کړي دي.
دغه برخه د کرونا تر وبا مخکې هم د سرچینو له کموالي سره مخامخ وه او اوس نوره هم اغېزمنه شوې ده.
  • د واکسین جوړولو هڅې
د کرونا ویروس په وړاندې د یوه اغېزناک او ګټور واکسین د جوړېدو په اړه باید وویل شي چې په بریتانیا کې په دې اړه څېړنې کېږي چې د تبرکلوز ضد واکسین زیات کارونه کولای شي، د کرونا ویروس یا 'کووېډ-۱۹' په وړاندې په خوندیتوب کې مرسته وکړي.
د «بي.سي.جي» (BCG) په نوم واکسین ثابته کړې چې کولای شي د انسان په بدن کې د خوندیتوب سیسټم تقویه کړي چې د تبرکلوز ترڅنګ د نورو ناروغیو په وړاندې هم ګټور ثابت شوی دی.
BCG واکسین
BCG واکسین
په بریتانیا کې څېړونکي په پام کې لري چې دا واکسین شااوخوا زرو داسې کسانو ته ولګوي چې له کرونا ویروس سره مستقیم تماس لري، لکه روغتیايي کارکوونکي چې وکتل شي دغه واکسین د کرونا ویروس پر ضد ګټور تمامېږي که نه؟
خو ډاکتران بیا هم خلکو ته سپارښتنه کوي چې د کرونا ویروس یا نورو ناروغیو په صورت کې په خپل سر دوا ونه‌کاروي، بلکې دا کار دې د ډاکتر په مشوره وکړي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdch-vni-23ni-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته