دخپریدو نیټه :جمعه ۲۱ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۵۵
د مطلب کود : 218594
په خوست ولایت کې د واده پر مراسمو چاودنه شوې
تېره شپه ددغه ولایت د مرکز اړوند د کونډیو په سیمه کې د واده پر مراسمو د موټر سایکل بم چاودنې له کبله ۱۲تنو ته مرک ژوبله واوښته د امنيه قوماندانۍ وياند عادل حيدر وويل چاودنه د واده د هغو ګډونوالو په منځ کې شوې، چې د محلي سندرغاړو کنسرت ته راټول وو. هغه وويل چاودنه کې څلور کسان وژل شوي او اته نور ټپيان دي، چې ټول ملکي خلک دي. د حيدر په وينا، دغه واده د‌ ملي اردو د يوه چارواکي و، چې هغوی ته په کې زيان نه دی رسیدلی. بل پلو د خوست د ملکي روغتون رییس ډاکټر سيد انور وويل چې دوی ته د پېښې له ځايه څلور جسدونه او دوه ټپيان ور وړل شوي دي. د پېښې مسووليت تردې دمه چا پر غاړه نه دی اخیستی.
https://avapress.com/vdceov8wejh8zni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته