دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۶ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۲۹
د مطلب کود : 218253
پمپیو: سرتېرو مو جنګي جنایتونه نه دې کړي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، سرتېرو یې په افغانستان کې جنګي جنایتونه نه دې ترسره کړي بلکې د ازادۍ جګړه یې کړې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په تازه مرکه کې ویلي، امریکايي سرتېرو په افغانستان کې جنګي جنایوتونه دې کړې بلکې د ازادۍ جکړه یې مخته وړې او په خبره یې له دې امله د نړیوالې محکمې له غړو سره همکاري نه کوي.
هغه وایي، د جرمونو نړیوالې محکمې یا هاګ د امریکایي سرتېرو په اړه غیري قانوني پلټنې کوي او د دروغو تورونه یې پرې لګولي دي.
نوموړ دغه څرګندونې وروسته ترهغه کوي چې څو ورځې وړاندې د جرمونو نړیوالې محکمې یا هاګ اعلان وکړ چې غواړي په افغانستان کې د امریکايي او نورو بهرنیو عسکرو د جنګي جنایتونو په تړاو څېړنه وکړي، خو دا کار یې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پمپیو له غبرګون سره مخ شو او د یادې محکمې پر څارنوالې او هغو کارمندانو چې غوښتل یې افغانستان ته د څېړنو لپاره سفر وکړي بندیز ولګاوو.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgn79xwak9qx4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته