دخپریدو نیټه :يکشنبه ۹ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۵۲
د مطلب کود : 217805
پروان کې د مړو شوو شمېر ۱۲۰ او د ټپيانو ۱۲۸ ته پورته شو
د پروان ولايتي چاروکي وايي، د دغه ولايت په مرکزي ښار چاريکار کې د سېلابونو له کبله د مړو شوو کسانو شمېر ۱۲۰ او د ټپيانو ۱۲۸ ته پورته شو. د پروان ولايت د عامې روغتیا رئيس صفی‌الله واراسته خامه‌پرس ته وويل، همدا اوس هم په پروان کې د پلټنې عملیات روان دي او هره ورځ د نورو اجسادو د پيدا کېدو شاهدان وي. د نوموړي په خبره، تر دې مهاله ۱۲۰ جسدونه موندل شوي چې ډېری يې ښځې او ماشومان دي. نوموړي زياته کړه، دغه راز ۱۲۸ نور هم ټپيان دي چې په هغه کې هم ښځې او ماشومان شامل دي. د وارسته په خبره، ښايي د پلټنې دغه عملیات تر يوې مياشتې دوام وکړي، ځکه ډېر کورونه تر خاورو لاندې دي. د تېرې اوونۍ د چهارشنبه په شپه په پروان کې له بارانونو وروسته سېلابونه راووتل او د دغه ولايت په مرکزي ښار چاريکار کې يې ګڼ کورونه ونړول او پراخ ځاني او مالي زيانونه يې هم رامنځته کړل.
https://avapress.com/vdciuyarwt1azv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته