د پاکستان رسنۍ خبر ورکوي چې د کراچۍ ښار کې له ګڼ باران وروسته بېلا بېلو پېښو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۳ تنه وژل شوي دي. د راپورونو پر بنسټ په یاد ښار کې د ډېرو اوبو له کبله تر ډېره حده د ژوند چارې په ټپه ولاړې دي، خو پولیس یې ډاډ ورکوي چې ژر به یاده ستونزه حل کړي. پولیس وایي په یو شمېر سیمو کې لاهم خلک لادرکه دي او دوی یې د موندنو عملیات پیل کړي دي. سرچېنه زیاتوي چې تر ۳۰۰زیات کورونه د بارانونو له کبله زیانمن شوي دي چې تر ډېر کورونه خراب دي او خلک په سرکونو پاتې دي