طالبان وایي چې د سپټمبر په لومړیو کې به بین الافغاني خبرې پیل نه شي. ددې ډلې د مرکچي پلاوي مشر شېر محمد عباس ستانکزي تېر ماښام روېټرز خبري اژانس ته په خبرو کې ویلي چې د سپټمبر په لومړیو کې له افغان چارواکو سره د سولې هېڅ ډول خبرې نه دي پلان شوي. دا په داسې حال کې ده چې پرون د افغانستان د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله ډاډ ورکړ چې راتلونکې اونۍ کې به له طالبانو سره بین الافغاني خبرې پیل شي. خو تر دې وړاندې طالبانو ویلي و چې تر هغې به بین الافغاني خبرې پیل نه کړي تر څو چې پاتې ۴۰۰طالب بندیان له حکومتي زندانونو څخه خوشي نه شي.