کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

عباس ستانکزی: د سپټمبر په لومړیو کې بین الافغاني خبرې نه کېږي

7 سنبله 1399 ساعت 11:35

طالبان وایي چې د سپټمبر په لومړیو کې به بین الافغاني خبرې پیل نه شي. ددې ډلې د مرکچي پلاوي مشر شېر محمد عباس ستانکزي تېر ماښام روېټرز خبري اژانس ته په خبرو کې ویلي چې د سپټمبر په لومړیو کې له افغان چارواکو سره د سولې هېڅ ډول خبرې نه دي پلان شوي. دا په داسې حال کې ده چې پرون د افغانستان د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله ډاډ ورکړ چې راتلونکې اونۍ کې به له طالبانو سره بین الافغاني خبرې پیل شي. خو تر دې وړاندې طالبانو ویلي و چې تر هغې به بین الافغاني خبرې پیل نه کړي تر څو چې پاتې ۴۰۰طالب بندیان له حکومتي زندانونو څخه خوشي نه شي.


 د دغو ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشي کولو لپاره افغان حکومت مشورتي لویه جرګه رغوښتې وه چې جرګې د یادو بندیانو خوشي کولو پرېکړه کړې وه او جمهور رییس یې هم د خوشي کولو فرمان لاسلیک کړ . افغان حکومت له دې ډلې ۸۰ زندانیان خوشي کړي دي، خو د پاتې زندانیانو د برخلیک په هکله حکومت تر دې دمه کومه پرېکړه نه ده کړې. په همدې حال کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین له رسنیو سره په خپلو خبرو کې ویلي چې حکومت د بین الافغاني خبرو ځندنۍ کړې دي. 


د مطلب کود: 217703

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/217703/عباس-ستانکزی-د-سپټمبر-په-لومړیو-کې-بین-الافغاني-خبرې-نه-کېږي

آوا
  https://www.avapress.com