دخپریدو نیټه :جمعه ۷ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۲۱
د مطلب کود : 217696
سوریه کې د امریکا او روسیې پوځي ګاډي ټکر شوي
سوریه کې د امریکايي او روسي ځواکونو پوځي ګاډي ټکر شوي چې امریکايي ځواکونه پکې ټپیان شوي دي. دغه پېښه د سوریې شمال ختیځ کې هغه مهال رامنځته شوې چې روسي او امریکايي ځواکونه په ګزمه وتلي وو. له دې پېښې وروسته دواړه لوري پر یو بل ملامتي اچوي، امریکا وایي، روسي ځواکونه هغه امنیتي زون ته ننوتلي و چې مخکې یې د نه ور ننوتو هوکړه کړې وه خو روسیه بیا وایي، امریکا یې د ګزمې مخه نیوله. د دې پېښې ویډیو اول ځل د روسیې یوې ملتپاله وېبپاڼه کې خپره شوه چې خورا ډېرو خلکو ټویټ کړې وه. په دغه ویډیو کې ښکاري چې یوه دښته کې یو روسي پوځي ګاډي امریکايي زغرګاډي زیانمنوي او له پاسه پرې روسۍ چورلکه هم ګرځي. روسیه د سوریې د حکومتي ځواکونو ملاتړ کوي، خو امریکا په دغه هېواد کې د ۲۰۱۱ کال راهیسې پیل شوې کورنۍ جګړه کې د ځايي کوردانو ملاتړ کوي.
https://avapress.com/vdcgyu9x3ak9q34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته