دخپریدو نیټه :جمعه ۷ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۴۴
د مطلب کود : 217694
ننګرهار کې د داعش ډلې د ځانمرګو د استخدام مسوول نیول شوی.
د ملي امنیت صفر دوه قطعې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې د جلال اباد ښار اتمې ناحیې اړوند تعمیراتو سیمه کې یې د داعش ډلې د ځپلو په موخه شپني عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د داعش ډلې تنظیم ته د زمینه ساز، د ځانمرګو د استخدام مسوول او یو بل تن نیولي دي. د ملي امنیت صفر دوه قطعې د نیول شوو کسانو نومونه، عبدالرحمن مشهور په واحدالله، حبیب الله او قاري صدیق الله یاد کړي دي.
https://avapress.com/vdceof8wejh8zpi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته