د ملي امنیت صفر دوه قطعې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې د جلال اباد ښار اتمې ناحیې اړوند تعمیراتو سیمه کې یې د داعش ډلې د ځپلو په موخه شپني عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د داعش ډلې تنظیم ته د زمینه ساز، د ځانمرګو د استخدام مسوول او یو بل تن نیولي دي.
د ملي امنیت صفر دوه قطعې د نیول شوو کسانو نومونه، عبدالرحمن مشهور په واحدالله، حبیب الله او قاري صدیق الله یاد کړي دي.