دخپریدو نیټه :جمعه ۷ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۵۴
د مطلب کود : 217692
امریکا کې ټاکنیزې ناندرې
په امریکا متحده ایالاتو کې د جمهوریت‎پال ګوند د راټولېدنې غونډه کې د دغه هېواد د ولسمشر ډانلډ ټرمپ مرستیال، مایک پنس خپله وینا کې ترمپ لا هم د دغه هېواد لپاره ښه غوراوی بولي. هغه زیاته کړه چې ټرمپ د نیوکو پر وړاندې له مبارزې نه په شا کیږي. مایک پنس همداراز زیاته کړې:«‎ما له نېږدې له خپل ولسمشر سره کار کړی دی. امریکاییان د ولسمشر ټرمپ په اړه بیلابیل لیدلوري لري. هغه امریکا د هغه څه لپاره چې دی؛ ګوري، دغه ملت په نړۍ کې د هر بل ملت پر تله په خیر ښګېڼې سره عمل کړی دی. که چېرې تاسې غواړئ ولسمشر مو زموږ د میراثونو د سپکاوي پر وړاندې چوپتیا غوره کړي؛ نو ټرمپ د تاسو لپاره ښه انتخاب نه دی.» مایک پنس، جوبایډن د امریکا په څېر د یوه هېواد لپاره د ولسمشرۍ وړ نه بولي. دی څرګندوي:«‎د ایران لوړ پوړي جنرالان نور به هېڅکله هم امریکاییانو ته زیان ونه رسوي؛ ځکه قاسم سلیماني لمنځه تللی دی. زما امریکايي هېوادوالو چې تاسو د پوهېدو وړ یاست؛ نو پوه شئ چې، جوبایډن د ولسمشر ټرمپ پر هغې پرېکړې چې، نړۍ د ترهګرو له دوو رهبرانو یانې بن لادن او سلیماني خوندي کېدل وو؛ نیوکه کړې ده.» مایک پنس همداراز په امریکا کې د توکم پالنې په اړه د ځینو پولیسو د کړنو په غبرګون کې د روانو تاوتریخوالو د درېدو غوښتنه وکړه. ښاغلي پنس د امریکا د نومبر میاشتې په ټاکنو کې د ډانلډ ټرمپ د دویم ځل مرستیالۍ لپاره خپله نوماندي تایید کړه.
https://avapress.com/vdccomqii2bqse8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته