دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۶ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۰۰
د مطلب کود : 217672
داکتر عبدالله: له نسبې ډاډ سره ښایې د سولې خبرې راتلونکې اوونۍ پیل شي
د ملي مصالحې عالي شورا رییس، عبدالله عبدالله وايي چې له نسبې ډاډ سره ښایې د سولې په تړاو د افغانانو ترمنځ خبرې راتلونکې اوونۍ پیل شي. نوموړي چې نن(پنجشنبې د وږي په ۶مه نېټه) دغه خبره د سولې په تړاو یوې غونډه کې کړې دي. ټاکل شوې د دغو خبرو لومړۍ ناسته د قطر پلازمینې دوحه کې ترسره شي او په کې د افغان حکومت او طالبانو پلاوی سره وګوري. په همدې حال کې مخکې له دې افغان حکومت ویلي وو چې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو کې به اوربند له اصلي موضوعاتو وي. ټاکل شوې وه چې دا خبرې کابو یوه میاشت مخکې پیل شوې وی، خو د طالبانو او حکومت بندیانو د ازادولو بهیر نه بشپړېدو له کبله دا خبرې ځنډېدلې دي. حکومت ټینګار کوي چې د طالبانو په بند کې افغان کومانډو بندي ځواکونه باید مخکې له خبرو ازاد شي، خو طالبان بیا د خپلو پاتو ۳۲۰ بندیانو د ازادولو غوښتنه کوي. د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې له مخې ټاکل شوې وه افغان حکومت ۵زره طالب بندیان او یاده ډله هم ۱۰۰ افغان سرتېري چې ورسره په بند کې دي، ازاد کړي.
https://avapress.com/vdca00nuu49n6i1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته