کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

داکتر عبدالله: له نسبې ډاډ سره ښایې د سولې خبرې راتلونکې اوونۍ پیل شي

6 سنبله 1399 ساعت 16:00

د ملي مصالحې عالي شورا رییس، عبدالله عبدالله وايي چې له نسبې ډاډ سره ښایې د سولې په تړاو د افغانانو ترمنځ خبرې راتلونکې اوونۍ پیل شي.

نوموړي چې نن(پنجشنبې د وږي په ۶مه نېټه) دغه خبره د سولې په تړاو یوې غونډه کې کړې دي.

ټاکل شوې د دغو خبرو لومړۍ ناسته د قطر پلازمینې دوحه کې ترسره شي او په کې د افغان حکومت او طالبانو پلاوی سره وګوري.

په همدې حال کې مخکې له دې افغان حکومت ویلي وو چې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو کې به اوربند له اصلي موضوعاتو وي.

ټاکل شوې وه چې دا خبرې کابو یوه میاشت مخکې پیل شوې وی، خو د طالبانو او حکومت بندیانو د ازادولو بهیر نه بشپړېدو له کبله دا خبرې ځنډېدلې دي.

حکومت ټینګار کوي چې د طالبانو په بند کې افغان کومانډو بندي ځواکونه باید مخکې له خبرو ازاد شي، خو طالبان بیا د خپلو پاتو ۳۲۰ بندیانو د ازادولو غوښتنه کوي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې له مخې ټاکل شوې وه افغان حکومت ۵زره طالب بندیان او یاده ډله هم ۱۰۰ افغان سرتېري چې ورسره په بند کې دي، ازاد کړي.



د مطلب کود: 217672

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/217672/داکتر-عبدالله-له-نسبې-ډاډ-سره-ښایې-د-سولې-خبرې-راتلونکې-اوونۍ-پیل-شي

آوا
  https://www.avapress.com