دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۵ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۵۹
د مطلب کود : 217532
پروان سیلابونو لږترلږه ۲۵ کسان مړه او تر ۴۰ ډېر ژوبل کړل
پروان سیلابونو لږترلږه ۲۵ کسان مړه او تر ۴۰ ډېر ژوبل کړل
د پروان ولايتي چارواکي وايي، د دغه ولايت په مرکزي ښار چاريکار کې تېره شپه تر سخت باران وروسته سېلابونه راغلي او له کبله يې تر دې مهاله ۳۰ تنه وژل شوي او ۴۵ نور ټپیان دي.
د دې ولايت وياندې وحيده شهکار خامه‌پرس ته وويل، تر ۳۰۰ ډېر کورونه سېلابونو وېجاړ کړي دي. د نوموړې په خبره، د پروان ولايت په مرکزي ښار چاريکار کې تېره شپه دوه نيمې بجې سخت باران وشو او له باران وروسته سېلابونو پراخه ويجاړي او مرګ‌ژوبله رامنځته کړه.
نوموړې وويل تر دې مهاله د شاوخوا ۳۰ کسانو جسدونه د پروان ملکي روغتون ته لېږدول شوي او دغه راز ۴۵ نور ټپیان دي خو نوموړې ټينګار وکړ چې ښايي د مرګ‌ژوبلې شمېرې نورې هم لوړې شي او شېبه په شېبه د بدلون په حال کې دي.
https://avapress.com/vdcfmed00w6dyta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته