ځينې خبریالان، د مرکزي بانک سرپرست اجمل احمدي رسنیو ته د خپلو کارونو د معلوماتو پر نه ورکړې تورن وي.
ځینو خبریالانو په خپلو ټوېټر پاڼو لیکلي دي چې اجمل احمدي حتا د خپل ټوېټر پاڼه هم د هغوی پر مخ تلې ده.
تر هغه وروسته چې د افغانستان بانک د سرپرست اجمل احمدي د ورځنیو امتیازاتو د سنجولو خبره وشوه او دا موضوع د ټولنیزو شبکو یوه سوژه شوه؛ د خواله رسنیو ځينو کارونکي چې ډېری یې خبریالان دي؛ شکایت لري چې اجمل احمدي د هغوی پر وړاندې خپل د ټوېټر حساب تړلی دی.