دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۵ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۴
د مطلب کود : 217530
په غور کې د طالبانو برید ۸ تنه سرتېري وژلي
د غور د والي ویاند عارف عابر وايي چې طالبانو په دغه ولایت کې د سیمه ییزې اردو پر یوې پوستې برید کړی دی چې په پایله کې یې د سیمه ییزې اردو ۸ سرتېري وژل شوي او شپږ تنه نور یې ټپیان دي. هغه زیاتوي چې طالبانو تېره شپه د غور ولایت په شهرک ولسوالۍ کې د «قبرستان» په نوم امنیتي پوستې برید وکړ او دغه پوسته یې ولکه کړه. ښاغلی عابر زیاتوي چې دغه پوسته لاهم د طالبانو په ولکه کې ده. طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. دا ولسوالۍ د غور ولایت په لوېدیځ کې موقعیت لري.
https://avapress.com/vdcds50xzyt0fk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته