په ننګرهار کې د محبس وروستۍ پېښې، کوز کونړ، اچين او خوږياڼو ولسواليو د ۵۴ شهيدانو کورنيو او ټپيانو سره د يو ميليون او اتيا زره افغانيو په مالي لګښت د ديارلس قلمه خوراکي توکو مرسته وشوه.
د يادې مرستې د وېش پر مهال د ولايت مرستيالې حبيبې کاکړ وويل، چې د کومک ادارې په يو ميليون او اتيا زره افغانيو مالي مرسته د محبس او يو شمېر نورو پېښو د څلور پنځوس شهيدانو کورنيو او ټپيانو سره د ۱۲ – ۱۲ زره افغانيو په ارزښت د خوراکي کيټونو مرسته وشوه.
نوموړې وويل، چې هرې کورنۍ ته پنځلس لېتره غوړي، اووه کيلو نخود، اووه کيلو لوبيا، اووه کيلو دال، لس کيلو بوره، دوه کيلو چای، پنځوس کيلو وريجې، سل کيلو اوړه او نور توکي ورکړل شول.