دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۸:۱۸
د مطلب کود : 217435
سرچینه: د امام صاحب په ولسوالۍ کې د ملي پوځ یوه پوسته پرځول شوې
د کندوز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ملي پوځ یوه پوسته چې له پنځو ورځو راهیسې په کلابندۍ کې وه، د طالبانو له خوا پرځول شوې ده. دغې سرچینې زیاته کړه چې د امام صاحب ولسوالۍ د قرغان تپه سیمه کې امنیتي پوسته چې له پنځو ورځو راهیسې د طالبانو په کلابندۍ کې وه او د هغې ټولې اکمالاتي لارې تړل شوې وې، د شپې په ۸ بجې د طالبانو لاس ته لوېدلې ده. د هغه په وینا، په دغې اډه کې د ملي پوخ ۱۷ سرتېرو حضور درلود چې له دې ډلې یو سرتېری وژل شوی او پنځه سرتېري او د هغوی قومندان له یو اندازه وسلو او یه هاموې ټانګ سره طالبانو ته تسلیم شوي دي او لس تنه نور سرتېري په تېښته بریالي شوي دي. په دې تړاو تراوسه د ملي پوځ چاروکو څه نه دي ویلي. طالبانو د دغه برید مسوولیت منلی دی.
https://avapress.com/vdchxqnim23nzkd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته