د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې ۵۵ کسان په کرونا ناروغۍ اخته شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت زياته کړې، په دې سره په افغانستان کې په کرونا وايروس د اخته شوو کسانو شمېر ۳۸ زره ۵۴ کسانو ته ورسېد.
د دغه وزارت په خبره، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ناروغۍ له کبله دوه کسان مړه شوي او په ټوليز ډول تر دې مهاله په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ له کبله ۱۳۸۹ تنه مړه شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې تازه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له کرونا ناروغۍ ۱۴۹ تنه روغ شوي چې په دې سره د ټولو روغو شوو کسانو شمېر ۲۸ زره او ۳۶۰ تنو ته ورسېد.