دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۵۱
د مطلب کود : 217431
پنجشېر کې افغان ځواکونه د خلکو له وسله‌وال غبرګون سره مخ شوي
د پنجشېر ولايتي چارواکي وايي، هغه سرتېري چې له کابله د فوټبال فدراسيون د پخواني مشر کرام الدين کريم د نيولو لپاره دغه ولايت ته لېږل شوي وو، د خلکو له سخت غبرګون سره مخ شوي او وسله‌واله نښته هم رامنځته شوې ده. د تخار ولايت د والي وياند منصور عنابي خامه‌پرس ته وويل، دغه سرتېري د پنجشېر له ولايتي ادارې سره له همغږۍ پرته دغه ولايت ته لېږل شوي وو او کله چې سيمې ته رسېدلي د ځايي خلکو له سخت غبرګون سره مخ شوي او نښته هم رامنځته شوې ده. افغان ځواکونو تېره شپه پنجشېر کې د کرام الدين کريم د نيولو لپاره عمليات ترسره کړل، خو د هغه په نيولو بريالي نه شول. له بل لوري د پنجشېر مرستيال والي محمد امين صديقي ويلي، له دې چې خلکو لار تړلې وه دا ځانګړي پولیس د خاواک کوتل له لارې د بغلان اندراب ته وتلي دي. اخوا په رسنيو کې داسې انځورونه هم خپاره شوي چې کرام الدين کريم نن ورځ په پنجشېر کې خپل موټر کې ليدل کېږي، خو تېر ماښام افغان ځواکونه نه وو توانيدلي نوموړی پيدا او ونيسي. کريم د فوټبال فدراسيون پخوانی مشر دی چې د نجونو فوټبال ټیم د غړو په جنسي ځورونه تورن دی او محکمې يې د نیولو پرېکړه کړې، خو کريم او مدافع وکيلانو يې دا تورونه رد کړي دي.
https://avapress.com/vdcds50xfyt0fo6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته