دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۱۱
د مطلب کود : 217418
اسدالله خالد: موږ یو ځل اردو له لاسه ورکړې، بیا د دې کار اجازه نه ورکوو
د ملي دفاع وزارت سرپرست، اسدالله خالد وایي افغانستان یوځلې پخوا خپله اردو له لاسه ورکړې، خو بیا د افغانستان د ملي اردو او بنسټونو د له منځه تلو اجازه نه ورکوي.


اسدالله خالد دا خبرې نن دوشنبه د پوځ ملي ورځې یوې لمانځغونډه کې کړي دي.

خالد په خپلو خبرو کې وویل د سیمې یو شمیر هیوادونه هڅه کوي چې د افغانستان د داخلي ابزارو او لاسپوڅو په مرسته د افغانستان بنسټونه او لاسته راوړنې له منځته یوسي.

ښاغلي خالد وویل د افغانستان یو شمیر ناپوهنه وګړي چې ښکاري موخه یې وسله وال طالبان دي، د خپلو بهرنیو ملاتړ لپاره د افغانستان پر ورانولو بوخت دي.

د خالد په خبره د افغانستان جګړه د دوی غوښتنه نه ده، خو دوی د ملي ګټو او ملي بنسټونو ساتلو لپاره جګړه کوي.

د دفاع وزارت سرپرست همداشان وویل چې د دولت مخالفین په ټولنیزو رسنیو کې دا تبلیغات کوي چې بهرني ځواکونه له افغانستانه وځي او دا حکومت به له پښو ولویږي، خو نړۍ اوس پر یوه کلي بدل شوی، نړیوال یو بل ته اړتیا لري او ناټو به هیڅکله له افغانستانه ونه وځي.

خالد زیاته کړه چې که چیرې ناټو او امریکا دا هیواد پریږدي هم، دوی به د دې هیواد دفاع کوي.

دا په داسې حال کې دي چې د افغانستان د سولې بهیر یو ځل بیا له خنډ سره مخ شوی او د تاوتریخوالي کچه هم زیاته شوې ده.
https://avapress.com/vdcizyarvt1az52.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته