د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د پاکستان حکومت له لوري پر طالب مشرانو د بندیزونو دوام یو مهم پرمختګ دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هیواد په یو ویډیويي پیغام کې ویلي، چې دوی د پاکستاني حکومت له لوري د ملګرو ملتونو د قراردادونو پر بنسټ د طالبانو او حقاني شبکې پر یو شمېر رهبرانو لګول شوي بندیزونه ستایي او دا چاره له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې یو مهم ګام بولي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د طالبانو پر دوو مهمو مشرانو ملا عبدالغني برادر او سراجالدین حقاني دغه هیواد ته د ورتګ بندیز دی او د دوی شتمني به کنګل کېږي.