کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان پر طالبانو د پاکستان د بندیزونو هرکلی وکړ

3 سنبله 1399 ساعت 8:43

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د پاکستان حکومت له لوري پر طالب مشرانو د بندیزونو دوام یو مهم پرمختګ دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هیواد په یو ویډیويي پیغام کې ویلي، چې دوی د پاکستاني حکومت له لوري د ملګرو ملتونو د قراردادونو پر بنسټ د طالبانو او حقاني شبکې پر یو شمېر رهبرانو لګول شوي بندیزونه ستایي او دا چاره له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې یو مهم ګام بولي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د طالبانو پر دوو مهمو مشرانو ملا عبدالغني برادر او سراج‌الدین حقاني دغه هیواد ته د ورتګ بندیز دی او د دوی شتمني به کنګل کېږي.



د مطلب کود: 217372

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/217372/افغانستان-پر-طالبانو-د-پاکستان-بندیزونو-هرکلی-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com