دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۸:۱۹
د مطلب کود : 217366
طالبانو د کندهار-‌روزګان لویه لاره تړلې
په کندهار کې د موټرچلوونکو د یوې اتحاديې مسوول احمدالله د ټیلیفون پر کرښه سلام‌وطندار ته وویل، وسله‌والو طالبانو په کندهار او روزګان ولایتونو کې د موټرو استازیو ته خبرداری ورکړی چې له نن یکشنبې نه دې د کندهارـ‌روزګان پر لویې لارې هېڅوک تګ‌راتګ نه کوي. د نوموړي په خبره، همدا نن سهار وختي يې تر ۲۵ زیات موټر لیدلي چې د کندهار خوا ته له مسافرو او مالونو ډک ولاړ وو، خو د طالبانو د ګواښ له امله يې تګ ته زړه نه ښه کاوه. د هغه په وینا، په روزګان ولایت کې یې هم د موټرچلوونکو له اتحادیو سره اړیکه نیولې او په وینا یې، هلته هم زیات موټر او مسافر بند پاتې دي او هېڅوک زړه نه شي کولای چی حرکت وکړي. پر دغې لارې بند پاتې مسافر له دولته غواړي چي غږ يې واوري. علي‌محمد او خدای‌رحیم د روزګان ولایت اوسېدونکي دي چې په کندهار کې بند پاتې دي. دوی وايي، طالبانو پرې لاره بنده کړې او ښځې، ماشومان او ناروغان یې سره لمر ته پراته دي. خو د کندهار د پولیسو ویاند جمال‌ناصر بارکزی بیا د یادې لارې بندېدل تشې اوازې او تبلیغات یادوي. هغه وايي، یاده لار د ټرافیکو پر مخ پرانېستې ده او د دوی امنیتي پولیس پرې ګزمې کوي. دا په داسې حال کې ده چې نن له غرمې مخکي پر دغې لارې د ملکي خلکو موټر د سړک غاړي پر ماین ور برابر شوی چې ۳ کسان په‌کې وژل شوي دي. د کندهارـ ‌روزګان پر لویې لارې هره ورځ تر زرو زیات کسان کندهار او له کندهاره مرکز ترينکوټ ته تګ‌راتګ کوي. وسله‌والو طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
https://avapress.com/vdcai0nui49n6e1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته