دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۸:۱۵
د مطلب کود : 217364
رپوټونه وایي چې په ننګرهار ولایت کې یو شمیر ولسي مخور او قومي مشران له وسله والو طالبانو معاشونه اخلي. دا معاشونه له پنځو زرو تر لسو زرو افغانیو پورې رسیږي. د ننګرهار د ولایتي شورا غړو او خپله قومي مشرانو د دې خبر پخلی کړی دی. د ولايتى شورا مرستيال اجمل عمر وايي طالبان هڅه کوي چې د حکومت او ولسونو ترمنځ د پيدا شوى واټن نه په ګټه اخيستنې سره، قومي مشران او مخور ځان ته ور جلب کړي. د طالبانو وياند، ذبيح الله مجاهد په يوه غږيز پيغام کې ویلي چې دوي ولسي مخورو او ديني علماو ته يوه انداز پيسي په پام کې نيولي، تر څو د دوی اړتياوې لکه د موټرو تیل او د جوماتونو او کورونو بيرته جوړول پوره شي. خو د ننګرهار د والي وياند، عطاالله خوږياڼي دا خبر رد کړی دی. ښاغلي خوږیاڼي ویلي چې دوی په دې اړوند هيڅ ډول معلومات نه دي ترلاسه کړي. دا په داسې حال کې دي چې د افغانستان د سولې بهیر یو ځل بیا له خنډ سره مخ شوی او د تاوتریخوالي کچه هم زیاته شوې ده.
https://avapress.com/vdciqyar5t1azp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته