دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۲۰
د مطلب کود : 217292
کالیفورنیا کې لا هم اور لګېدنه دوام لري
د امریکا کالیفورنیا ایالت کې د تندر لوېدو له کبله رامنځته شوې اور لګېدنه لا هم دوام لري. دغه اورلګېدنه تېره اوونۍ د تندر لوېدو له کبله د کالیفورنیا په ځنګلي ساحه کې رامنځته شوه چې تر دې دمه یې ۷۰۰ کورونه سوځولي دي. د امریکا د ځنګلي ساحو د محافظت اداره وایي، د اور لګېدنې له کبله تر ۴سوه زره هکتاره ډېره ځنګلي سیمه د کالیفورنیا په بېلابېلو برخو کې له منځه تللې ده. دغه اداره وایي، د اور وژنې سلګونه غړي تراوسه د دغه اور پر کنټرول نه دې توانېدلي او وایي، له شاوخوا ایالتونو یې هم د مرستې غوښتنه کړې ده او د ځمکې او هوا له لارې د اور د کنټرول هڅې روانې دي. د یادولو ده چې امريکا کې د ډېرې ګرمۍ له امله هر کال په ډېرو ځنګلي برخو کې اور لګېدنه را منځته کېږي او په زرګونو کسانو ته مالي زیانونه اړوي.
https://avapress.com/vdci3yarrt1azr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته