کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کالیفورنیا کې لا هم اور لګېدنه دوام لري

2 سنبله 1399 ساعت 11:20

د امریکا کالیفورنیا ایالت کې د تندر لوېدو له کبله رامنځته شوې اور لګېدنه لا هم دوام لري.

دغه اورلګېدنه تېره اوونۍ د تندر لوېدو له کبله د کالیفورنیا په ځنګلي ساحه کې رامنځته شوه چې تر دې دمه یې ۷۰۰ کورونه سوځولي دي.

د امریکا د ځنګلي ساحو د محافظت اداره وایي، د اور لګېدنې له کبله تر ۴سوه زره هکتاره ډېره ځنګلي سیمه د کالیفورنیا په بېلابېلو برخو کې له منځه تللې ده.

دغه اداره وایي، د اور وژنې سلګونه غړي تراوسه د دغه اور پر کنټرول نه دې توانېدلي او وایي، له شاوخوا ایالتونو یې هم د مرستې غوښتنه کړې ده او د ځمکې او هوا له لارې د اور د کنټرول هڅې روانې دي.

د یادولو ده چې امريکا کې د ډېرې ګرمۍ له امله هر کال په ډېرو ځنګلي برخو کې اور لګېدنه را منځته کېږي او په زرګونو کسانو ته مالي زیانونه اړوي.



د مطلب کود: 217292

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/217292/کالیفورنیا-کې-لا-هم-اور-لګېدنه-دوام-لري

آوا
  https://www.avapress.com