دخپریدو نیټه :جمعه ۳۱ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۲۶
د مطلب کود : 217185
د کابل پنځمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې چاودیدونکو توکو چاودنه کړې
امنیتي چارواکي د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزې په مربوطاتو د چاودیدونکو توکو د چاودنې حبر ورکوي د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز کلید ته وویل تېره شپه شاوخوا نهه بجې یو مشکوک شخص چاودیدونکي توکي انتقالول چې د کابل اریانا هوټل ته نږدې پرې یادو چاودیدونکو توکو چاودنه کړې. د نوموړي په خبره په چاودنه کې یاد کس وژل شوی او نور چا ته زیان نه دی اوښتی. د یادونې وړ ده چې تر دې دمه د یاد شخص هویت معلوم شوی نه دی خو د کابل پولیسو لخوا په دې اړه څېړنې روانې دي.
https://avapress.com/vdcjoae8iuqevvz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته