کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل پنځمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې چاودیدونکو توکو چاودنه کړې

31 اسد 1399 ساعت 10:26

امنیتي چارواکي د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزې په مربوطاتو د چاودیدونکو توکو د چاودنې حبر ورکوي د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز کلید ته وویل تېره شپه شاوخوا نهه بجې یو مشکوک شخص چاودیدونکي توکي انتقالول چې د کابل اریانا هوټل ته نږدې پرې یادو چاودیدونکو توکو چاودنه کړې. د نوموړي په خبره په چاودنه کې یاد کس وژل شوی او نور چا ته زیان نه دی اوښتی. د یادونې وړ ده چې تر دې دمه د یاد شخص هویت معلوم شوی نه دی خو د کابل پولیسو لخوا په دې اړه څېړنې روانې دي.



د مطلب کود: 217185

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/217185/د-کابل-پنځمې-امنیتي-حوزې-په-مربوطاتو-کې-چاودیدونکو-توکو-چاودنه-کړې

آوا
  https://www.avapress.com