دخپریدو نیټه :جمعه ۳۱ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۸
د مطلب کود : 217180
روسيه: د بنديانو د خوشي کېدو پرېکړه دې ژر عملي شي
روسيه وايي، د افغان حکومت له لوري دې د بنديانو د خلاصون پرېکړه ژر عملي شي تر څو د بين‌الافغاني خبرو پر وړاندې خنډ نه شي. د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ويانده ماريا زخاروا وايي، د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د خبرو د پيل لپاره بايد د بنديانو خلاصون پروسه ژر تر ژره بشپړه شي او دا د خبرو پر وړاندې خنډ نه شي. نوموړې دغه راز ټينګار کړی چې په افغانستان کې سولې او د سولې لپاره مذاکرات د ټولو اړخونو په ګټه دي. دا په داسې حال کې ده چې د زمري مياشتې له ۱۷مې تر ۱۹مې مشورتي لويې جرګې افغان حکومت ته د ۴۰۰ مهمو طالب بنديانو د خوشي کولو مشوره ورکړه، خو دغه پرېکړه تر اوسه نه دي عملي شوې. افغان حکومت وايي، يو شمېر هېوادونو د طالب بنديانو د خوشي کېدو په تړاو اندېښنې لري خو دوی هڅه کوي هغوی ته ډاډ ورکړي او دغه پروسه بشپړه کړي.
https://avapress.com/vdcevf8w7jh8zzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته