کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

روسيه: د بنديانو د خوشي کېدو پرېکړه دې ژر عملي شي

31 اسد 1399 ساعت 10:08

روسيه وايي، د افغان حکومت له لوري دې د بنديانو د خلاصون پرېکړه ژر عملي شي تر څو د بين‌الافغاني خبرو پر وړاندې خنډ نه شي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ويانده ماريا زخاروا وايي، د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د خبرو د پيل لپاره بايد د بنديانو خلاصون پروسه ژر تر ژره بشپړه شي او دا د خبرو پر وړاندې خنډ نه شي.

نوموړې دغه راز ټينګار کړی چې په افغانستان کې سولې او د سولې لپاره مذاکرات د ټولو اړخونو په ګټه دي.

دا په داسې حال کې ده چې د زمري مياشتې له ۱۷مې تر ۱۹مې مشورتي لويې جرګې افغان حکومت ته د ۴۰۰ مهمو طالب بنديانو د خوشي کولو مشوره ورکړه، خو دغه پرېکړه تر اوسه نه دي عملي شوې. افغان حکومت وايي، يو شمېر هېوادونو د طالب بنديانو د خوشي کېدو په تړاو اندېښنې لري خو دوی هڅه کوي هغوی ته ډاډ ورکړي او دغه پروسه بشپړه کړي.



د مطلب کود: 217180

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/217180/روسيه-د-بنديانو-خوشي-کېدو-پرېکړه-دې-ژر-عملي-شي

آوا
  https://www.avapress.com