دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۹ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۳۱
د مطلب کود : 217052
په کابل کې دوو ماین چاودنو څلور تنو ته مرګ ژوبله واړوله
د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایي، نن سهار شپږ بجې او ۴۵ دقیقې د دولسمې حوزې په مربوطاتو کې د ارزان قیمت په سیمه کې پر یو رنجر موټر او اته بجې او اووه دقیقې د پنځمې حوزې د کمپنۍ په سیمه کې پر یو کورلا ډوله موټر مقناطیسي ماین چاودنې شوې دي. د فرامرز په وینا، په یادو چاودنو کې دوه تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي. تر اوسه د دواړو پېښو مسولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.
https://avapress.com/vdccpmqii2bqsx8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته