دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۱۷
د مطلب کود : 216942
غور کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته
غور کې امنیتي مسوولین وايي چې مرغاب ولسوالۍ کې د طالبانو برید پایله کې درېو سرتېرو ژوند بایللی او دوه نور ټپيان شوي دي او لا هم نښته دوام لري. د یادې ولسوالۍ امنیه قومندان، جمعه خان صدیقي څرګندوي چې نښته تېره شپه یوولس بجې(یکشنبې د زمري پّ ۲۶مه نېټه) پیل شوې، خو لا هم ورته بېړنۍ مرستې نه دي رسېدلي. ښاغلی صدیقي زیاتوي چې طالبانو تېره شپه د مرغاب ولسوالۍ پر امنیه قومندانۍ برید وکړ. دی زیاتوي چې افغان ځواکونه د مرستې په تمه دي. امنیه قومندان وايي چې که افغان ځواکونو ته بېړنۍ مرسته ونه رسیږي، ښایې نور سرتېري هم ژوند لاسه ورکړي او د ولسوالۍ د نسکورېدو امکان هم شته.
https://avapress.com/vdcjxme88uqevhz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته